اینا د حسینی مقدس آستان داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ، د مقدس آستان د انجنئيرینګ اوتخنیکی پروژو ادارې د دارالقرآن د جوړونې دپروژې ځيني جزیئات وړاندې کړل.
د حسینی مقدس آستان په وسیله دغه پروژه د کربلا ښار په شمال کې په حی العباس کې جوړیږي.
انجنئير سجاد ددغې پروژې په باب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دمونږ فعالیت د ودانۍ د ستنو تر جوړولو پورې رسیدلی دی.هغه روښانه کړه ،دغه پروژه په یو زر اته شپيته مربع میټر مساحت سره په نهو پوړو کې د اجرا په حال کې ده .
د دارالقرآن دپروژې مسئول د مختلفو چتونو او پورونو د کارندوالي او هغه څه په باب چې ټاکل شوې ده پکې جوړ شوي هم ځیني جزیئات وړاندې کړل.
د مقدس حسیني آستان سکرټریټ د عراق د دینی مرجه آیت ایت الله سیستاني د نماینده شیخ عبدالمهدی الکربلائي د لارښونو په پلي کولو سره ،د عراق په زیاتروولایتونو کې د قرآڼ کریم د زده کړې د خپرونې او د علمي اوکلتوري پوهنو د سورئې د لوړتیا له چارو سره ډیره مرسته کړې ده.
له دغو کارونو موخه ، د قرآڼ کریم په احکامو او اساس دپاک دین اسلام دتعلیماتو پهاساس او د اهل بیت علیهم السلام دمکتب په اساس د یوه سنبال او پوه نسل روزل اوتربیت کول دي .